IQNA

 عمل نامه

10:35 - November 17, 2024
د خبر لمبر: 3490169
ایکنا – عمل نامه بې شکه کومه معمولی کاپي  یا کوم کتاب او یا معمومی لیک نه دی،نو ځکه مفسرانو وئيلي دي، د عملونو دغه لیک  او حساب  د ؛انسان روح ؛ پرته بل کوم عمل نه دی ، چې ټول عملونه پکې ثبت شوي دي.

د اسراء سورې  د ۱۳ آیت پشمول د آیتونو له ټولګې چې فرمائي؛  وَ كُلَّ إِنسانٍ أَلْزَمْناهُ طائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَ نُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيامَةِ كِتاباً يَلْقاهُ مَنْشُوراً اقْرَأْ كِتابَكَ»   د هر یو انسان عملونه مو د هغه په غاړې کې وراچولي مونږ د قیامت به ورځ د هغه لپاره یو کتاب یا کاپۍ رابرسیره  کوو چې د خپلو سترګو په وړاندې ئې پرانیستي ئې ویني، ( دا ټول دهغه عملونه دي  هغه  ته وایوو،د خپلو عملونو کاپي یا کتاب ولوله ؛ استفاده کیږی چې  د انسان ټول عملونه په ټولو جزئیاتو سره په هغې کابۍ  او حساب کې لیکل کیږي ، او د قیامت په ورځ که نیک کارونه ئې کړي وي، نو د  اعمال نامه به ورته په ښي لاس کې  او که بد کارونه ئې کړي وي،نو اعمال نامه به ورته په کیڼ لاس کې ورکړل شي.
دغه اعمال نامه بې شکه کوم معمولی کتاب، کاپۍ او یا لیک نه دی، نوځکه ځينو مفسرانو وئيلي دي چې دغه عمل نامه د ؛انسان روح؛برته بل څه شی نه دی چې د عملونو هرڅه پکې لیکل شوي دی،ځکه مونږ  کوم عمل ترسره کوو، نو په غوښتی یا ناغوښتي توګه په روح او ژوند کې پاتیکیږي او اثرات لری.
بې شکه په قرآنی ایتونو او روایتونو کې د اعمال نامې پراخ بیانول په تیره بیا دې ته په پام سره چې د ټولو عملونو ،خبرو و نیّتونو  ټول جزئيات پکې لیکل کیږي. په لومړۍ درجې کې د هغوتربیّتي آثار وي. څوک چې پوهیږي،دایما دهغه د غږ یو کسټ او ریکارډ  له هغه سره یو ځای دی او د هغه له باطن او ظاهره او داخل او بهره  په تنهائۍ او اجتماع کې د هغه په بشپړ ډول فیلم جوړوي، او بلاخره دغه ټول فیلمونه او ریکارډ او ضبط شوي کیسټې، د یوه لوي  عدل په محکمې  او عدالت کې په ژوندۍ او ګویا او په نه انکاریدونکي بڼه  مطرح کیږی،په یقیني ډول به داسې انسان کاملا د خپلو  عملونو ،کړچار، چلند او خبرو په بشپړ ډول خیال ساتي،او د هغه د وجود په باطن او بهر کې یوه ځواکمنه تقوا واکمنه کیږي.
د عمل نامې په موضوع  ایمان ساتل چې هره واړه او ستره  ګناه او ععمل پکې څرګند لیکل کیږي او هغه فرښتې چې شپه ورځ له انسان سره ملګری دي او د عملونو د لیکلو او ریکارډ کولو باندې مامورې دي ، او  په دې حقیقت ایمان راوړل چې  د محشر په صحنې  کې اعمال نامه د ټولو په وړاندې پرانیستل کیږي او ټولې شوي ګناهانې پکې رابرسیره کیږی او په دوستانوا و دښمنانو کې به د رسوائۍ زمینه وي، د ګناهانو  د ساتتنې یو عجبیه عامل دی.
ددې په اپوټه، د نیکو عملونو کابۍ او لیسټ به د دوي د ویاړ او اعتبار اوعزت سبب ګرځي،حتی له هغه څه چې د فیلم او کیستې په ریکارډ کې وئيل شوي لابرلاسه،لوړ او اغیزشیندونکي دي او دا به پر نیکو عملونو یوه مهمه انګیزه وی.منتها کله کله ایمانونه کمزوري کیږي او کله هم دلټۍ او غفلت پرَده، له دغو مهمو حقایقو څخه د انسان د لیریکیدا زمینه  کیږي.،کنه نو  پر دغه قرآنی اصل باندې ایمان  ساتل د هر انسان د تربیّت او روزنې لپاره کافی دي.
https://iqna.ir/en/news/3490646

captcha